چين کې د چرګانو د غوښې پروسس کولو په يوه کارخانه کې اورلګېدنې ٤٣ کسان مړه کړل

له چين څخه رارسېدلي خبرونه وايي چې د دغه هېواد په شمال ختيځه برخه کې د چرګانو د غوښې پروسس کولو په يوه کارخانه کې اورلګېدنې ٤٣ کسان مړه کړل.

دولتي رسنۍ وايي دغه اور د جيلين ايالت په باويان نومي کارخانه کې پر سيمه ييز وخت نن سهار شپږبجې ولګېد.

راپورونه وايي اور ښايي د برېښنا د شارټۍ له کبله بل شوى وي.