محمود عباس رامي حمدالله د نوي صدراعظم په توګه ټاکلی

د فلسطینۍ ادارې مشر محمود عباس علمي شخصیت رامي حمدالله Rami Hamdullah د نوي صدراعظم په توګه ټاکلی دی.

حمدالله د موظف صدراعظم سلام فیاض پرځای چې په روانه جون میاشت کې له دندې لاس اخلي پر دې دنده ګومارل شوی.

د فلسطین د رسمي خبري اژانس وفا د راپور له مخې عباس له حمدالله څخه چې خپلواک سیاستوال او پوهنتوني شخصیت دی غوښتي دي چې نوی حکومت جوړ کړي.

عباس دا پرېکړه پرون په هغه غونډه کې وکړه؛ چې په رام الله کې د فلسطینۍ ادارې په مقر کې جوړه شوې وه.

اقتصاد پوه فیاض چې د درناوي وړ شخصیت ګڼل کېږي او په لویدیځ کې یې درس ویلی، د متحدوایالاتو له هڅو سره سره چې غوښتل یې نوموړی خپلې دندې ته دوام ورکړي، د اپرېل په دیارلسمه نېټه له عباس سره تر لانجې وروسته استعفی وکړه.