افغان حکومت پرون یو ځل بیا لویې څارنوالۍ او افغانستان بانک ته سپارښتنه وکړه؛ چې د کابل بانک غلا شوې پیسې حصول کړي.
د ولسمشرحامد کرزي په مشرۍ د امنیت شورا غونډې بهر ته او له هغې ډلې متحده عربي اماراتو او انګلستان ته د کابل بانک د غلا شوېو پیسو د بېا ترلاسه کولو په برخه کې د پرمختګ پر نشتوالي اندېښنه څرګنده کړه او یو ځل بیا یې لویې څارنوالۍ او مرکزي بانک ته امر وکړ؛ چې په دې برخه کې لازم اقدام وکړي او د خپلو اجرااتو راپور د ملي امنیت شورا د چارشنبې ورځې غونډې ته وړاندې کړي.