په کابل کې یو شمېر دیني عالمانو له حکومت نه وغوښتل چې؛ په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو هوارولو ته جدي اقدامات وکړي.
دوی نن په یوه غونډه کې له ایران سره پر پوله د ایراني سرحدي ځواکونو له خوا د یو شمېر افغانانو وژنه او د دې هېواد له خوا د افغان ماشومانو د ایستلو پيښې وغندلې.
څو ورځې مخکې داسې راپورونه ورکړل شول چې؛ ایران شاوخوا زر افغان ماشومان له خپل هېواده شړلي دي.
تر دې مخکې په یوې بلې پیښې ایراني ځواکونو هغه لس تنه وژلي او یو شمېر یې نیولي وو؛ چې ایران اوښتل.