د عامې روغتیا وزارت د نفوس لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق په مرسته د زیږون پر مهال د ښځو له فیستولا ناروغي سره د مبارزې نړیواله ورځ د یکشنبې په ورځ ونماځله.
د عامې روغتیا وزیرې په دې غونډه کې د یو شمېر هغو میرمنو په هکله اندیښنه څرګنده کړه چې؛ د زیږون پر مهال د فیستولا په ناروغي اخته کیږي.
ثریا دلیل وویل، چې دا مهال په هرو پنځو میرمنو کې یې یوه د فیستولا په ناروغي اخته کیږي.
دا چې فیستولا څه ډول ناروغي ده؟ میرمن دلیل یې داسې تشریح کوي.
"د زیږون پر مهال فیستولا هغه ناروغي ده چې د زیږون د اوږدیدو له امله رامنځ ته کیږي؛ دا یوه طبیعي ناروغي ده چې د زیږون او تشو متیازو د کانال تر منځ رامنځ ته کیږي.
که چیرې د دې ناروغي درملنه ونه شي، نو ښځې په جدي فزیکي او روانې ناروغیو اخته کیږي. دا ناروغي د بیلابیلو مکروبونو، ګردی ناروغی او حتې د مړینې لامل کیږي."
میرمن دلیل وایي په ټیت عمر کې واده کول، د زیږونونو تر منځ د وقفې نه مراعات کول؛ د غیر مسلکي میرمنو تر څارنې لاندې زیږون او د امیدوارۍ پر مهال د درنو کارونو ترسره کول د زیږون پر مهال د فیستولا ناروغی لامل کیږي.
سره له دې چې د عامې روغتیا وزیرې د فیستولا په ناروغۍ د اخته شویو میرمنو شمیر ونه ښوده خو ویې ویل چې دا ناروغي خطرناکه ده او که پاملرنه ورته ونشي نو ښایي د میرمنو د مړینې لامل شي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په کابل ښار کې د فیستولا ناروغي د مخنیوي په برخه کې ملالی زیږنتون او کیور هغه دوه روغتونونه دي؛ چې په وړیا توګه خلکو ته خدمات وړاندې کوي.
قابله او ښځینه ډاکټرانو ته روزنه:
دوی وایي، چې د "یو. اېن. اف. پي. اې" یا د نفوس لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندق په مرسته یې د فیستولا ناروغي د له منځه وړلو لپاره یو شمیر قابلو او ښځینه ډاکټرانو ته روزنه ورکړې ده.
په ورته وخت کې د "یو. اېن. اف. پي. اې" چارواکي وایي، چې د عامې روغتیا وزارت په مرسته هڅه کوی د فیستولا ناروغي د له منځه وړلو په برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونه پراخ کړي.
په افغانستان کې د دې ادارې استازي ډاکټر لارنت زیسلر چې دې غونډې ته راغلي وو؛ وویل، چې د دې ناروغې د له منځه وړلو په برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره مرسته کوي.
"د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو د جمعیت سازمان د نورو ارګانونو په مرسته د زیږون پر مهال د فیستولا ناروغي د مخنیوي په برخه کې مرسته کړې او په راتلونکې کې هم په پام کې لرو چې د فیستولا ناروغي د مخنیوي په برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونه ډير کړو.
موږ هیله مند یو چې د افغانستان د نسايي ولادي د قابلو او ډاکټرانو انجمن هم موږ سره په دې برخه کې مرسته وکړي."
د عامې روغتیا وزارت چارواکو د معلوماتو له مخې په تیرو پنځو کلونو کې یې په ملالی زیږنتون کې د شاوخوا شپږ سوه تنو ښځو چې د فیستولا په ناروغۍ اخته وې درملنه کړې.
په ورته وخت کې د فیستولا ناروغی یو شمیر متخصصین وایي چې؛ دا ناروغي د کابل په پرتله په ولایتونو کې ډیره ده، ځکه د دوی په خبره په ولایتونو کې خلک روغتیايي اسانتیاوو ته ډیر لاس رسی نه لري.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په افغانستان د یواځې په سلو کې څلور دیرشو ښځې د مسلکي کسانو تر څارنې لاندې ولادت کوي.
راپور: جمیله ظریف