افغانستان او اذربایجان د همکاریو یو تړون لاسلیک کوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ افغانستان او اذربایجان به په نږدې راتلونکې کې د همکاریو یو تړون لاسلیک کړي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زي په کابل کې خبریالانو ته وویل چې؛ د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمي رسول په دې اذربایجان ته په خپل وروستي سفر کې د دې هیواد له چارواکو سره خبرې کړي دي:

"دغه همکاری به په تحصیلي،علمي، امنیتي او نورو برخو کې وي چې؛ پده ې اړه مفصلي خبري شوي دي، دواړه خواوو پریکړه کړې چې، په نزدې راتلونکي کې به د همکاریو تړون د دواړو خواوو ترمنځ لاسلیک شي."

ښاغلي موسي زي وویل چې، دواړو خواوو همدارنګه د پانګوني په پراختیا او د سوداګریزو چارو په اړه هم خبرې وکړي.