د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې د ماین چاودنې پنځه تنه پولیس ټپیان کړل

د پکتیا چارواکي وايي چې، په څمکنیو ولسوالۍ کۍ نن له غرمي وروسته دسړک غاړي په ماین چاودنه کې ۵ پولیس ټپیان شوي دي.

د څمکنیو امنیه قومندان محمد حسن ازادۍ راډيو ته وویل چې په دې پیښه کې بل چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.

وسله والو طالبانو د دې پیښې مسوولیت منلی.