د نورستان ولایت چارواکي وايي، چې د دې ولایت په کامدیش ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره د تیرې شپې په جګړې کې دیارلس وسله وال طالبان وژل شوي او څلورویشت نور ټپيان دي.
د نورستان د والي ویاند ظاهر بهاند ازادي راډیو ته وویل چې؛ د پولیسو او طالبانو په دې نښته کې یو سرحدي او درې ملي پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
پخوا تر دې د نورستان د امنيې قومندانۍ مرستیال محمد فاروق ازادۍ رادیو ته وویلي وو؛ چې شاوخوا دوه نیم سوو وسله والو مخالفینو په کامدیش کې حمله کړې وه.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
په دې وروستیو کې د هلمند په سنګین، د غزني په اندړو او ځینو نورو ولسوالیو کې هم داسې حملې شوي چې؛ د چارواکو په وینا په یوه وخت په سلګونو طالبانو په کې برخه لرلې ده.