په دمشق کې یوې چاودنې د سوریې اته تنه امنیتي ځواکونه وژلي دي

راپورونه وايي، په دمشق کې د پولیسو یو ماموریت ته نژدې موټري بمي چاودنه شوې ده چې؛ لږ تر لږه د سوریې د امنیتي ځواکونو اته تنه سرتیري یې وژلي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار یوې ډلې ویلي چې؛ دا بمي چاودنه نن (یکشنبه) د جُوبر ناحیه کې شوې ده چیرې چې د رژیم د ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ نښتې کیږي.

په لندن کې میشته دا ډله وايي؛ داسې ښکاري چې دا برید به د النصره جبهې په نوم وسله والې ډلې کړی وي.

دولتي رسنیو د دې چاودنې راپور نه دی ورکړی.