د بوسنیا دولتي ټلویزیون پرون (شنبه) وویل چې؛ دوه زره تنو د هغو یوولسو مسلمانانو په جنازه کې برخه واخیسته چې؛ د کورنۍ جګړې پر مهال بوسنیايي سربانو وژلي وو.
د لس نارینه او یوې ۲۴ کلنې ښځې جسدونه د زوورنیک Zvornik په نوم یوه ښار ته نږدې په یوه ډله ییز قبر کې موندل شوي او د هغوی د خپلوانو له خوا تر پيژندل کېدو وروسته خاورو ته وسپارل شول.
د کورنۍ جګړې پر مهال (1992-1995) د پخوانۍ یوګوسلاویا د پوځ له خوا د نورو شپږنیم سوه وژل شویو مسلمانانو مړي هم په زوورنیک کې خاورو ته سپارل شوي دي.
خو د جګړې د قربانیانو ادارې وايي چې؛ په دې ښار کې هغه مهال دوه زره مسلمانان وژل شوي وو.
په جګړه کې د سل هاوو تنو وژل شویو جسدونه لا هم نه دي موندل شوي.