د قرغزستان صدراعظم "زانتورو ساتیبالدیف" نن د هېواد شمالي ناحیه چې د سروزو په ستر کان کې د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ له نښتو وروسته په کې اضطراري یا بیړنی حالت اعلان شوی، وکتله.
د جمعې په ورځ د "کومتور" د سرو زرو کان په مظاهرو کې له پنځوسو زیات کسان ټپیان او اتیا نور نیول شوي دي.
مظاهره کوونکي د دغه کان د ملي کېدو غوښتنه کوي او د دې کان استخراجونکی کاناډایي شرکت تورنوي چې؛ لږه مالیه ورکوي او دغه راز چاپیریال هم خرابوي.
د قرغزستان صدراعظم ساتیبالدیف د سیمې له اوسېدونکو سره په غونډه کې وویل، حکومت به د مظاهره کوونکو غوښتنې وڅيړې.
د قرغستان خبري رسنۍ وایي، په مرکز بیشکیک کې زیات شمېر خلک د حکومت د مرکزي دفتر مخې ته راټول شوي او د کومتور د سروزرو کان له مظاهره کوونکو سره یې خپل پیوستون او ملاتړ څرګند کړ.
په عین حال کې، مظاهرې د قرغزستان بل شمالي ښار جلال اباد ته هم خپرې شوې او مظاهره کوونکي دولتي دفترونو ته ورننوتي دي.