د پاکستان نوي پارلمان نن لوړه پر ځای کړه او په دي توګه د دې هېواد په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې واک په کې په ډیموکراټیک ډول انتقال شو.
د لوړې مراسم په داسې حال کې تر سره شول چې؛ په اسلام کې د مهمو حکومتي ودانیو او دفترونو د سېمې (سرې ساحې) سخت امنیت نیول شوی و.
د پارلمان نوی رییس به د دوشنبې په ورځ د سرې یا پټو رایو پر اساس وټاکل شي.
نواز شریف چې مسلم لیګ ګوند یې د مې میاشتې انتخابات ګټلې په رسمې ډول به د ولسې جرګې له خوا د صدراعظم پر څوکۍ وټاکل شي او د چهارشنبې په ورځ به لوړه وکړي.
له بلې خوا، نواز شریف د امریکا د بي پیلوټه الوتکې حمله چې د پاکستانې طالبانو "مرستیال مشر" په کې ووژل شو، غندلې ده.
شریف په یوې اعلامیې کې چې د جمعې په شپه یې خپره کړه، د حملې په اړه ژورخپګان څرګند کړی دی.
په اعلامیې کې د چهارشنبې د ورځې د بې پيلوټه الوتکې حمله د پاکستان له ځمکنې حاکمیت او نړیوال قانون څخه سرغړونه بلل شوې ده.
نواز شریف په اعلامیې کې د پاکستانې طالبانو د مرستیال مشر "ولي الرحمن" په حملې کې وژل شوی؛ یادونه نه ده کړي.