په بامیان ولایت کې د نوري فایبر د پروژې کار پیل شو

په بامیان ولایت کې نن د نوري فایبر د پروژې کار پیل شو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر امیرزي سنګین په بامیانو کې خبریالانو ته وویل؛ چې د دې پروژې کار به په دوه کلونو کې بشپړ شي.

د امیرزي سنګین په خبره نړیوال بانک ژمنه ورسره کړې چې؛ د دې پروژې د عملي کولو لپاره به د مخابراتو له وزارت سره اوولس میلونه ډالره مرسته وکړي.

د هغه په خبره د نوري فایبر شبکې د پروژې له پلي کولو وروسته به بامیان، دایکندي او غور ولایتونه د انترنت له لارې سره وصل شي.