د خیبر پښتونخواه او سند ایالاتونو پارلمانونو نوي مشران وټاکل، وکیلانو د جمعې په ورځ د تحریک انصاف ګوند سېمه يېز مشر پرویز خټک د پښتونخواه ایالت د اعلی وزیر په څوکۍ وټاکه.
خټک د پارلمان د ۱۲۴ غړیو ۸۴ رايي او د اسلام پالي ډلې مشر لطف الرحمن ۳۷ رايي خپلې کړي.
د سند ایالت پارلمان د پنجشنبې په ورځ د پیپلز ګوند جګ پوړی او تجربه لرونکی سیاست وال قیوم علي شاه د اعلی وزیر په توګه ټاکلی و. قیوم علي شاه د دریم ځل لپاره د سند د اعلي وزیر په څوکۍ ټاکل شویدی.
تحریک انصاف ګوند د مي د ۱۱ مي انتخاباتو کي د پاکستان په شمال لویدیځ کي زیاتې څوکۍ وګټلې او ژمنه یي کړې چې اداري فساد به له منځه وړې، له طالبانو سره به د سولې خبرې کوې او په قبایلي سېمو کې د امریکا د بي پیلوټه الوتکو د بریدونو پر وړاندي به مقاومت کوي.