ملي امنیت په کابل ښار کې پر دولتي تاسیساتو انتحاري حمله کوونکي نیولي

د افغانستان د ملي امنیت عومي ریاست وايي، یو داسې ډله یې نیولې؛ چې غوښتل یې په کابل ښارکې پر دولتي تاسیساتو انتحاري حملې وکړي.

د ملي امنیت چارواکو نن وویل؛ چې تیره شپه د ولسمې ناحیې په مربوطاتو کې له دغې اوه کسیزې ډلې څه یې یو وژل شوی او شپږ نور نیول شوي دي.

د ملي امنیت د ریاست د مسوولینو په وینا: دغه ډله په سراج الدین حقاني شبکې پورې تړلې ده او غوښتل یې چې د پاکستان د استخباراتي ادارو په همکارۍ په کابل کې پر دولتي تاسیساتو حمله وکړي.

د امنیتي چارواکو په وینا، له دوي څخه ۵ انتحاری واسکټونه، یو میل ماشیندار، ۴ میله کلاشینکوف، یو میل ار پي جي راکټ او ۱۳ لاسي بمونه هم لاس ته راغلي دي.