"قوم پالنې موږ د نړۍ له پرمختګونو پاتې کړي یو"

په افغانستان کې دې میشت قومونه، ملي یووالي ته هڅې زیاتې کړي


خان محمد "سیند"

د کونړ ولایت د قومي یووالي شورا د هېواد پر ټولو میشتو قومونوغږ وکړ؛ چې ملي یووالي ته دې هڅې زیاتې کړي.

دا شورا چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې جوړه شوې وه، د هېواد د مختلفو قومونو مشرانو او مخورو په کې ګډون کړی و.

په غوڼده کې د هزاره قوم ځینو مشرانو وویل، وروسته له دې باید هغو کسانو ته موقع ورنه کړاې شي؛ چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر د هېواد وروڼه قومونه بیلوي او دښمنیو ته یې هڅوي.

د کونړ ولایت د قومي یووالي شورا په دې نظر ده؛ چې په هېواد کې د سولې او ترقۍ یوازینی لار د میشتو قومونو ترمنځ یووالی او ورورګلوي ده او په اوسنیو شرايطو کې یي ضرورت له بل هر وخت څخه زیات احساسیږي.

د دې شورا غونډه؛ چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې جوړه شوې وه؛ د مختلفو قومونو مشرانو او مخورو په کې ګډون کړې و.

په جوړې شوې غونډه کې د هزاره قوم یوه مشر او مخور«جنرال غلام حسین هزاره» وویل، په هېواد کې میشت قومونه سره وروڼه دي؛ خو ځیني ډلې او کسان هڅې کوي؛ چې دغه قومونه د خپلو شخصي ګټو په خاطر یو تربله په دښمنیو واړوي:

"د افغانستان خلک په غم او خوښی او هر ډول ستونزو کې سره شریک وو او دي، خو ځینو منفعت پرستو د دې قومونو له احساساتو ناوړه ګټه پورته کړې ده، نور باید دغه لوبه پای ته ورسیږي او قومونه سره یو شي."

د کونړ ولایت د قومي یووالي په غونډه کې یوه بل مخور پروفیسور اکبر اوریا وویل، قوم پالنې موږ د نړۍ له پرمختګونو پاتې کړي یو او وروسته له دې باید د ده په وینا له دې لیونتوبه ځانونه وژغورو:

"د خلکو زنځیرونه زموږ په غاړو کې پراته دي او موږ قومي جنګونو ته راکاږي یعنې څه؟

خدای ج وایي؛ تاسې مو له یو پلار او موره پیدا کړي یاست، قوم څه مانا لري.

قوم د پیژندګلوی لپاره دی، خو موږ د لیونیانو په څیر دې مسالې پورې نښتي یو او ټول دیني اصول مو تر پښو لاندې کړي دي."


د کونړ د قومي یووالي د شورا مشر ډاکتر فیاض صافي پر دولت غږ وکړ؛ چې په خپلو رغنده پالسیو او جدي پروګرامونو دې د قومي تعصبونو د خپریدو مخه ونیسي.

غونډې په پاې کې یو پریکړه لیک هم ترتیب کړی و؛ چې ښاغلي فیاض ولوست، د پریکړه لیک یوه برخه داسې وه:

"په هېواد کې د کړکېچونو او ناخوالو د راپورته کېدو په هر زماني مطقع کې د قانوني مجرا غوښتونکي یو.

هره ورځ په هېواد کې ځینو مسالې راپورته کېږي. د ولسونو او مدني ټولنو غوښتنه ده؛ چې دولت دې ورته د حل قانوني لارې ولټوي او د غیر قانوني کړنو مخه دې ونیسي.غیر قانوني کارونه موږ ته د منلو وړ نه دي."


د افغانستان عام خلک وایي، د دې هېواد قومونو د تاریخ په اوږدو کې د وروڼو په څیر یو د بل ترڅنګ اوسیدلی؛ خو په وروستیو لسیزو کې ځینو سیاستوالو هڅې کړي؛ چې په مختلفو بهانو د دې قومونو یووالی زیانمن او خپلې ګټې په کې ومومي.

کارپوهان وایي؛ افغان ولس ته پکار ده؛ چې هغه ارزښت قوي کړي؛ چې د ټول ملت ګټې په کې خوندي وي، نه د یو شخص یا یوې ډلې.