په کابل کې مظاهرچیان د ایران د لاس وهنو پر ضد شعارونه ورکوي

په کابل کې د مدني ټولنو، د ځوانانو د بېلابېلو ټولنو په سلګونو استازي، محصلین او یو شمېر نور کسان واټونو ته راوتلي او د ایران د لاس وهنو پر ضد شعارونه ورکوي.

د ازادۍ راډیو د خبریال په وینا، چې د مظاهرې له بهیره راپور راکوي، مظاهره کوونکي د ولسمشر د دویم مرستیال محمد کریم خلیلي، حاجي محمد محقق، د ولسي جرګې د غړو احمد بهزاد او لطیف پدرام او د بلخ د والي عطامحمد نور په عکسونو کرښې راښکلي او دوی د ایران ګوډاګیان بولي.

مظاهره کوونکي د کابل د نوي ښار له سیمې د ایران سفارت په لور په حرکت کې دي او د ایران د لاس وهنو او فرهنګي یرغل پر ضد شعارونه ورکوي.

دوی دا هم غواړي، چې ارګ او نورې دولتي ادارې باید د ایران له اجنټانو پاکې شي.

په مظاهره کې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره په لسګونو پولیس ځای پر ځای شوي دي.