کندز : په دشت ارچي ولسوالۍ کې ۳ تنه وسلوال طالبان وژل شوي

د کندز ولایت امنیتي چارواکي وایي، د افغان پوځیانو په یو لړ چانیزعمیلیاتو کې د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې ۳ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۳ نور نیول شوي دي .

د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ امنیي قوماندان حمیداغا ازادی راډیوته وویل، دغه عملیات چې تیره شپه د دشت ارچي د ترکمنشاه په سیمه کې په لار اچول شوي وه، د طالبانو د قوماندان په شمول درې تنه وژل شوي او درې نور نیول شوي دي.

عیني شاهدان په سیمه کې د طالبانو موجودیت تاییدوي.

محلي چارواکي وایي، په دې عملیاتو کې افغان پوځیانو ته زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.