د فرانسې د روغتیا وزیر وایي، هغه کس چې(سارس) ته په ورته یوه ویروس اخته شوی، په روغتون کې مړ شو.
ماریزول توري وایي، داسې فکر کیږي چې دغه پنځه شپیته کلن سړی په دوبۍ کې په دغه ویروس اخته شوی و.
دغه سړی؛ چې کله روغتون ته انتقالیده د معدې او کولمو التهاب ورته پیدا شوی و او سمه ساه اې نه شوای اخیستلی.
تر اوسه له یوه کسه بل ته د دې ویرویس د لیږدیدلو په اړه لږې نخښې شته، خو دغه ویروس له فارس خلیجه، فرانسې، بریتانیا او جرمني ته انتقال شوی دی.
په عربستان کې د دې ویروس له خپریدو سره دا اندیښنه پیدا شوې ده؛ چې داسې نه شي چې په اکتوبر کې د حج پر مهال خپور نه شي.