د ګډو ګټو د امنیتي تړون د هېوادو یو شمېر مشرانو د افغانستان امنیتي وضعیت ته اندیښنه څرګنده کړه.
د روسیې، قزاقستان، قرغیزستان او تاجکستان ولسمشرانو تر دوه زره څوارلسم کال وروسته منځنۍ اسیا ته د امنیتي ګواښ مساله وڅیړله.
د ګډو ګټو د امنیتي تړون عمومي منشي نیکولای بوردیوژا په دې غونډې کې؛ چې پرون د قرغزستان په مرکز بشکیک کې وشوه، وویل:
(موږ پر هغو لارو چارو وغږیدو، که چیرته تر دوه زره څوارلسم کال وروسته په افغانستان کې وضعیت خراب شو، څرنګه کولای شو، چې د دې وضعیت احتمالي منفي نتیجې راکمې کړو.
موږ یو لړ مهمې پریکړې وکړې، چې په دغو کې دا پریکړه هم وه چې څرنګه پوځي برخه غښتلې کړو او د افغانستان له حکومت سره مرسته وکړو، څو هلته د دولت له ثباته ډاډه شو)
د ګډو ګټو د امنیتي تړون د هېوادو دغو څلورو مشرانو همدا راز د اورګاډي د یوې پټلۍ په اړه خبرې وکړې، چې روسیه، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان سره وتړي.