امریکا غواړي له چین سره ژورې پوځي اړیکې ولري

د امریکا متحده ایالاتو له چین سره د ژورو پوځي اړیکو غږ کړی او وایي، دا کار به د دواړو هیوادو تر منځ د زیات متقابل باور او تفاهم لپاره مرسته وکړي.

دا خبره د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار ټام ډونیلون نن (سه شنبې) په بیکینګ کې د چین له جګ پوړي مشر فان چانګ لونګ سره د کتنې پر مهال وکړه.

ډونیلون وویل، چین او امریکا باید د سولې ساتنې، د سمندري غلو ضد عملیاتو او د مصیبت پر مهال د مرستو په ګډون، د غیر عادي امنیتي ننګونو یا چیلینجونو په برخو کي په ګډه کار وکړي.

فان د سترو طاقتونو تر منځ د نويو اړیکو غږ وکړ.