د یوګسلاویا د یوه پخواني پاچا جسد تر مړینې ۴۳ کاله وروسته له امریکا د هغه پلرني ټاتوبي سربیا ته ولیږدول شو او نن هلته خاورو ته وسپارل شو.
په دې مراسمو کې نن د سربیا د جمهور رییس تومیسلاف نیکولیچ او د صدراعظم ایفیڅا داچیچ په شمول لوړ رتبه چارواکو برخه درلوده.
"پیټر دوهم کراجورجویچ" (Petar ll Karadjordjevic) د یوګسلاویا درېیم او وروستي پاچا و.
دی په ۱۹۴۳ (میلادي) کال چې یولس کلن و د خپل پلار پاچا الکسانډر لومړی تر وژل کېدو وروسته د پاچاهۍ تاج پر سر کړ. دی په نولس سوه یوڅلویښت (میلادي) کال کې د نازي چرمني د پلویانو تر کودتا وروسته وتښتید او وروسته بیا د هغه مهال کمونیستو واکمنانو د ستنیدو اجازه نه ورکوله.
دی په نونس سوه اویا (میلادي) کال کې په اوه څلویښت کلنې کې مړ شو.
د پخوانۍ یوګسلاویا د وروستی پاچا مړۍ د بلګراد ښار ته نږدې د سنت جورج په کلیسا کې خاورو ته وسپارل شو.
د ده زوی "الکسانډر کراجورجویچ" په ۲۰۰۱ کال کې بیرته سربیا ته ستون شو.