"په کابل کې د IOM پر دفتر حمله مخکې له مخکې پلان شوې وه"

د مهاجرت د نړیوال سازمان مسولین وايي؛ چې په کابل کې د دوی پر دفتر حمله عمدي او مخکې له مخکې پلان شوې وه.

په کابل کې د دې ادارې مشر نن خبریالانوته وویل؛ چې د دوی فعالیتونه یوازې له ملکي افغان کډوالو سره د مرستې په خاطر دي او نه پوهیږي چې؛ ولې باید د وسله والو طالبانو له خوا حمله پرې وشي؟

د مهاجرت نړیوالې ادارې ویلي چې؛ داسې حملې به له ملکي افغانانو سره د دوی پر مرستو منفي اغیز ونه کړي.

د جمعې په مازدیګر په کابل کې د (IOM) پر دفتر په حمله کې اولس تنه زخمیان شول؛ چې د دې ادارې یوه ايټالوۍ کارکونکې هم په کې شامله وه.