د جوزجان ولایت په مرکز کې یوه پېغله نجلۍ وژل شوې ده

د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان د خاتون قلعه په سیمه کې د ښوونځي د اووم ټولګي یوه زده کونکې ووژل شوه.

له سیمې د ازادي راډیو خبریال وايي چې؛ دا نجلۍ حبیبه نومېده او داسې ګڼل کیږي چې؛ خپل نامزد (کوژدن) یې د نا څرګندو دلایلو له مخې وژلې ده.

د شبرغان سیمه ییزو امنیتي چارواکو دا خبر تایید کړی او وايي، چې پيښه وړمه شپه شوې ده.

د ښار د امنیه قوماندانۍ د عملیاتو امر سمونوال عبدالمنان رووفي ازادي راډیو ته وویل چې؛ مشکو قاتل دوه ویشت کلن دی او تر پيښې وروسته تښتیدلی دی.

د جوزجان دولایتي روغتون مشر ډاکټر میرویس امنیي پرون د ازادي راډیو خبریال ته وویل:

"ظاهري عدلي معاینې ښکاروي چې ښايي، زیندۍ شوې یا په رسۍ یا کیبل غرغره شوې او وژل شوې."

د شبرغان پولیس وايي، چې د مشکوک قاتل په لټه کې دي. د نجلۍ کورنۍ له حکومته غوښتنه کړې چې؛ مشکوک قاتل پيدا کړي او دوی ته دې په لاس ورکړي.

د فاریاب، سرپل او جوزجان لپاره د بشري حقونو د خپلواک کمیسون سیمه ییز دفتر ازادي راډیو ته وویل چې؛ د روان کال له پيل راهیسې یې د ښځو د قتل اته پيښې ثبت کړې دي.