د لغمان ولایت چارواکي وايي وسله والو د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې د مسجد یو ملاامام وژلی
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډیو ته ویلي، چې تېره شپه ناوخته يو شمېر وسله والو د الیشنګ ولسوالۍ اړوند د نجيل کلا د جامع جومات خطیب مولوی محمد خان، چې مسجد ته په لاره و وژلی دی.
خو بل خوا وسله والو طالبانو بیا ویلي، چې دا مولوی هلته په سيمه کې د سيمه ييزو پولیسو له خوا وژل شوی دی.
دغه دواړې غاړې د یو بل ادعاوې ردوي.