د کابل امنیه قومندانۍ وايي، چې د کابل ښار په شاه شهید سیمه کې نن سهار یوه کس چې غوښتل یې انتحاري حمله وکړي؛ په خپلو چاودیدونکو موادو ووژل شو.
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزی ازادۍ راډیوته وویل؛ دغه کس چې پوه کور کې میلمه و، هغه وخت ووژل شو چې غوښتل یې د انتحاري حملې واسکټ پر تن کړي، پرې واچودېده او ووژل شو.
ښاغلي ستانکزي وویل، چې په پيښه کې بل چاته زیان نه دی اوښتی او په اړه تحقیق کیږي.
شاوخوا اته ورځې مخکې د شاه شهید په سیمه کې په یوې انتحاري حملې کې د شپږو بهرنیانو په ګډون پنځلس تنه ووژل شول او شاوخوا څلویښت نور ټپيان شول.