وسله والو مخالفینو د کابل د عامه ساتنې پر معینیت برید کړی

د کابل د امنیه قومندانۍ چارواکي وايي، چې وسله والو مخالفینو په څلورمه ناحیه کې د امنیې قومندانۍ عامه ساتنې په معینیت باندې وسله وال برید کړی دی.

د کابل د امنیې قومندانۍ د جنایي څیړنو رییس جنرال ظاهر له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل؛ چې لومړی د عامه ساتنې د معینتیت دروازې مخې ته ځانوژونکي برید وشو او بیا وسله والو ډزې پیل کړې.

د جنرال ظاهر په وینا، تر اوسه څلور چاودنې شوي، خو د مرګ ژوبلې او د وسله والو د شمېر په اړه لا کره معلومات نشته.

د پېښې په اړه نور جزیات به وروسته وړاندې شي.