پکتیا: په ګډو پوځي عملیاتو کې د حقاني شکې درې غړي وژل شوي دي

افغان او نړیوالو ځواکونو د پکتیا ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې په ګډو عملیاتو کې د حقاني شبکې درې غړي وژلي دي.

په دې اړه د آیسف په رسمي بیان کې راغلي چې؛ دا پوځي عملیات د چارشنبې په ورځ د حقاني ډلې د هغه جګپوړي قوماندان د لټولو په مقصد ترسره شول چې؛ پر افغان او نړیوالو سرتېرو د بریدونو لپاره یې د سړک د غاړې بمونه جوړول، وسله والې حملې یې تنظیمولې او د حقاني شبکې د مشرانو لپاره یې معلومات برابرول.

بیان همداراز د بغلان ولایت د نوي بغلان په ولسوالۍ کې د شپږو وسله والو د نیول کېدو خبر ورکوي. آیسف وايي، دا عملیات پرون د وسله والو طالبانو د یوه قوماندان په لټه کې ترسره شول.

د آیسف د بیان له مخې دا قوماندان چې نوم یې نه دی یاد شوی؛ د هغې ډلې مشر و، چې پر افغان او نړیوالو ځواکونو یې حملې کولې.