د لندن د وروستي خونړي برید د قرباني هویت پرون روښانه شو.
برتانوي چارواکي وايي، پنځه ویشت کلن "لي رېګبي" Lee Rigby د پوځ سرتېری و، چې په افغانستان کې یې خدمت کړی و. نوموړی د چارشنبې په ورځ د دوو کسانو له خوا چې ساتور او چاړه یې په لاسونو کې وو او اسلامي شعارونه یې ورکول؛ په لندن کې ووژل شو. دا حمله په رڼا ورځ او د پوځیانو د استوګنې یوه مرکز ته نژدې وشوه.
دولتي چارواکي وايي، له دواړو مشکوکو کسانو څخه چې له پولیسو سره په نښته کې ټپیان او وروسته بیا ونیول شول، مخکې هم د امنیتي ادارو له خوا تحقیقات شوي وو.
په همدې حال کې د برتانیا د مسلمانانو د شورا مشر فاروق مراد پرون په لندن کې په یو خبري غونډه کې وویل؛ تروریستان او مسلمانان سره بېل دي:
"موږ راغلي یو، څو تاسو ته دا ووایو چې، د افراطیت دا آوازونه زموږ په جوماتونو او ټولنو کې هېڅ ځای نه لري. دوی په څنډو کې فعالیت کوي او د ځان لپاره نهایت پاملرنه جلبوي."
له بلې خوا د دې پېښې په تړاو د دوو نورو مشکوکو کسانو د نیولو خبر هم ورکړل شوی. پولیس وايي، یوه ښځه او یو سړی، چې دواړه ۲۹ کلن دي د دې قتل په دسیسه کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.