نایجر: د وسله والو په حملو کې شل تنه پوځیان ووژل شول

په نایجر کې د وسله والو اسلامپالو په حملو کې له شلو زیات کسان مړه او ټپیان شوي دي.

د لویدیځې افریقا په هېواد نایجر کې د پرونیو حملو مسوولیت هغې افراطي ډلې په غاړه اخیستی چې؛ تېرکال یې د مالي پر شمالي سیمو ولکه ټینګه کړه او وروسته بیا د فرانسې په مشرۍ د افریقايي ټولنې ځواکونو له هغه ځایه واېستل.

د نایجر په پرونۍ حمله کې لږترلږه شل سرتېري هغه مهال ووژل شول؛ چې په شمالي ښار اګادېز کې Agadez په یوه پوځي کمپ کې موټربم چاودنه وشوه.

په یوه جلا حمله کې یوبل کس د نایجر په شمال کې د یورانیمو په هغه کان کې ووژل شو؛ چې یوه فرانسوۍ کمپنۍ فعالیت په کې کوي.

یوه ډله چې ځان په لویدیځه افریقا کې د وحدانیت او جهاد د نهضت بولي اعلان وکړ؛ چې دا حمله په ګاونډي هېواد مالي کې د اسلامپالو ډلو پرضد د فرانسوي ځواکونو د عملیاتو او په دې عملیاتو کې د نایجر د ګډون په وړاندې د غچ اخیستنې په مقصد وشوه.