نژدې سل خبریالانو د یوکراین د صدارت ماڼۍ مخې ته مظاهره وکړه

نژدې سل خبریالانو د یوکراین د صدارت ماڼۍ مخې ته مظاهره وکړه. دوی د صدراعظم پر دې پریکړې اعتراض کوي، چې لس خبریالان یې د کابینې د غونډې له رپوټونو منع کړې دي.

په کییف کې اوسیدونکی څارنوال روزکلادي، چې د خبریالانو استازیتوب کوي، وایي، د خبریالانو منع کول د اکراین د رسنیو له قانونه سرغړونه ده.

صدراعظم میکولا ازاروف د چهارشنبې په ورځ وروسته تر دې پر لس خبریالانو بندیز ولګاوه چې خبریالان په تلویزیونونو کې ښکاره شول، چې شا یې وزیرانو ته اړولې وه.

خبریالانو د هغو خبریالانو پر وهلو هم اعتراض وکړ، چې د شنبې په ورځ ووهل شول. دغه دوه تنه چې یو یې میړه او بل یې د هغه میرمن وه هغه وخت ووهل شول چې د ولسمشر ویکتور یانوکویچ ملاتړیو او مخالفانو په کییف کې سره شخړه وکړه.