د سوریې د اپوزیسیون ایتلاف نن په ترکیه کې درې ورځنۍ خبرې پیلوي.
د سوریې ملي ایتلاف به په استانبول ښار کې پدې اړه بحث وکړي چې ایا په هغه کنفرانس کې ګډون وکړي چې روسیې او د امریکا متحده ایالاتو د سوریې د بحران د پای ته رسیدو په هدف تنظیم کړی دی.
د دغو خبرو په درشل کې د هغو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو چې د سوریې د ولسمشربشارالاسد پرضد د وسله والو یاغیانو ملاتړکوي، په اردن کې سره وکتل.
د سوریې د دوستانو په نوم دغې ډلې پرایران او د دې هیواد پرملاتړې د لبنان پرحزب اله ډلې غږوکړچې د سوریې له خاورې خپل جنګیالي وباسي او په دې هیواد کې د هغوی وسله وال حضوریې د سیمې ثبات ته ګواښ وباله.
د امریکا دبهرنیوچارو وزیرجان کیري وویل، واشنګټن چمتو دی چې د سوریې له وسله والو یاغیانو سره مرستې زیاتې کړي که بشارالاسد د شخړو د پای ته رسیدو لپاره د سیاسي حل لارې په خبرو کې له ګډون کولو ډډه وکړي.
په سوریه کې په روانو شخړو کې تراوسه پورې شاوخوا اتیا زره کسان وژل شوي دي.