بیوزلو ځوانانو ته د لوړو او مسلکي زده کړو زمیني برابرې شوي

د لوړو زده کړو یو شمېر خصوصي موسسې حاضرې شوي، چې د هېواد بیوزلو ځوانانو ته د لوړ او مسلکي زده کړو زمیني برابرې کړي.

په همدې مقصد د چهارشنبې په ورځ د یادو موسسو د استازیو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د چارواکو ترمنځ جلاجلا تفاهمنامې لاسلیک شوې.

د دې خصوصي تحصیلي موسسو استازیو وویل، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د معینیت له خوا معرفي شویو ځوانانو ته به په خپلو موسسو کې هم په وړیا او هم په تخفیف سره د لوړو او مسلکي زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو وویل، دې موسسو ته به هغه ځوانان معرفي شي؛ چې له لوړو زده کړو سره مینه لري؛ خو اقتصادي ستونزې یي مخه نیسي.

د دې تړونونو له مخې به د لوړو زده کړو په یو شمېر خصوصي موسسو کې سلګونو بیوزلو ځوانانو ته د عالي او نیمه عالي زده کړو اسانتیاوې برابرې شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو مرستیال تیمورشاه اسحاقزي د دې تحصیلي موسسو له استازیو سره د تړونونو د لاسلیک پرمهال وویل؛ هڅې روانی دي چې د هېواد بیوزلو ځوانانو ته دعمومي زده کړو ترڅنګ په نورو مسلکي او حرفه یي برخو کې هم د مهارتونو د زده کړې سهولتونه برابر شي:

«د عمران اڅک انستیتوت زر تنه، د شمشاد او هدیه دارالمعلمینونه، پنځه پنځه سوه په پنځوس فیصده تخفیف سره جذبوي، د پویا کمپیوټرمرکز زره تنه جذبوي، په مجموع کې درې زره پنځه سوه تنوته د تحصیل زمینه برابریږي»

د چهارشنبې په ورځ پنځه لس خصوصي موسسې چې د لوړو زده کړو، روغتیا، حرفه یي زده کړو او سپورت موسسې په کې شاملی وي ژمنې وکړې چې، د تفاهم نامې له موادو سره سم به معرفي شوېو محصلانو ته د یوې بشپړې تعلیمي دورې لپاره د لوړو زده کړو اسانیتاوې برابرې کړي.

د دې تفاهم نامو له مخې به د لوړو زده کړو موسسې« درې زره » محصلان جذب کړي؛ چې درې سوه پنځوس به په کې په وړیا توګه او نور به یې د پنځوس فیصده تخفیف په پام کې نیولو سره لوړې زده کړې وکړي.

دا لومړی ځل نه دی؛ چې په هېواد کې فعالې خصوصي موسسې ځوانانو ته په خپلو موسسو کې د لوړو زده کړو اسانیتاوې برابروي، بلکې په تیرو څو کلونو کې یو شمېر خصوصي موسسې حاضرې شوي؛ چې له شل فیصده څخه تر پنځوس فیصده تخفیفه پورې یو شمېر بیوزله او مستحق ځوانان جذب کړي.

د عمران اڅک د لوړو زده کړو د خصوصي موسسې استازی محمد حکېم ازادی رادیو ته وویل، حاضر دي چې په راتلونکې کې نورو مستحقو ځوانانو ته هم په خپله موسسه کې د تخفیف په منلو سره د لوړو زده کړو سهولتونه برابر کړي:

«په دولتي عالي موسسو کې د ځوانانو د جذب اندازه کمه ده، زموږ ځوانان چې له دولسمو ټولګیو فارغیږي، یا شاقه کارونه کوي او یا بې لارې کېږي.

د دې لپاره چې دا ستونزه کمه شوې وي، موږ هڅه کوو هغو ځوانانو سره مرسته وکړو؛ چې اقتصادي ستونزې یې د تحصیل مخه نیسي.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو په هېواد کې د لوړو زده کړو له ټولو خصوصي موسسو وغوښتل؛ چې د هېواد د بیوزلو ځوانانو اقتصادي وضعیت دې په پام کې ونیسي او په دې برخه کې له هغوي سره مرستې زیاتې کړي.

افغان چارواکې وایي؛ د هېواد د نفوس څه باندې شپیته فیصده ځوانان جوړوي؛ چې زیاتره یې د کار د نشتوالی له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

سربیره پر دی دا هم ویل کېږي چې، هر کال د هېواد له لیسو څخه په لسګونو زره فارغیږي چې ټول یي دولتي پوهنتونونه نه شي جذبولی او د وزګارتیا له امله هڅه کوي؛ چې هر ډول خطر ته غاړه کېږدي او ځانونه بهرنیو هېوادونو ته ورسوي.

راپور: خان محمد سیند