"ولسمشر کرزي له هندي مشرانو سره په ستراتیژیکو همکاریو خبرې وکړې"

افغان ولسمشر حامد کرزي هند ته د خپل سفر په مهال له هندي مشرانو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو په اړه، چې مخکې لاسلیک شوې خبرې وکړې.

ولسمشر کرزې هند ته په خپل دغه دوه ورځني سفر کې د هندي مشرانو او چارواکو سربیره له یو شمیر هندي سوداګرو او په هند کې له میشتو افغانانو سره هم وکتل.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي له ازادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې افغان او هندي مشرانو د افغان ځواکونو په پیاوړتیا او پدې برخه کې د هند د همکاریو په اړه هم خبرې کړي دي.

زمونږ همکار احمد شیبر د ولسمشر کرزي له ویاند ایمل فیضي سره د شویو خبرو په اړه مرکه کړیده.

Your browser doesn’t support HTML5

د ولسمشر کرزي له ویاند ایمل فیضي سره مرکه