عراق: په وروستیو بېلابېلو چاودنو کې یوویشت تنه ووژل شول

د عراق په بیلابیلو سیمو کې په بریدونو کې لږ تر لږه شل تنه وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپیان شوې دي.

په دغو خونړیو بریدونو کې پرون، یو هم د موټر بم چاودنه وه چې، د بغداد په ختیځ کې د سنیانو له یوه جومات سره نژدې وشوه او یوولس تنه یې ووژل او یوویشت نور یې ټپیان کړل.

دغه تازه شخړې یوه ورځ وروسته تر دې شوې دي چې؛ د اکثریت شیعه و، اویا تنه ووژل شول.

تیره اونۍ په عراق کې د فرقه اي شخړو د قربانیانو شمېر نژدې درې سوو ته ورسید.

په واشنګتن کې د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني وویل، امریکا په عراق کې دغه ډول بریدونه چې بیا بیا کیږي ډیره اندیښمنه کړې ده.

جي کارني زیاته کړه چې امریکایي چارواکي په بغداد او واشنګتن کې له عراقي جګپوړیو چارواکو سره په ارتباط کې دي، څو احساساتي نه شي او په عراق کې د روانو سیاسي او فرقه اي شخړو مخه ونیسي.