په فاریاب کې د یوه ښوونځي اتیا تنه زده کوونکې مسمومې شوي دي

د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې نن د یوه ښوونځي اتیا تنه نجونې زده کوونکې مسمومې شوي دي.

د شیرین تګاب ولسوال سید لقمان آزادي راډیو ته وویل؛ دا ټولې زده کوونکې د اسلام کلا د نجونو د لیسې دي چې؛ د مسمومیت علت یې لا نه دی معلوم شوی.

تر دې مخکې د افغانستان د پوهنې وزیر په هېواد کې د زده کوونکو د مسمومیت وروستۍ پیښې یوه رواني مساله بللې وه.

د پوهنې وزارت خبرداری ورکړی و، که په ښوونځیو کې څوک دا ډول ادعا وکړي او روغتون یې ثابته نه کړي، دوی به یې مسوولو ادارو ته ورمعرفي کړي.