چین د شمالي کوریا نیول شوي شپاړلس تنه کب نیونکي خوشې کړل

چین وایي، شمالي کوریا هغه شپاړس تنه چینایي کب نیونکي خوشې کړي چې؛ دوې اوونۍ وړاندې یې له دوو کوچنیو بیړیو سره نیولي وو او د پیسو غوښتنه یې کړې وه.

د چین د خبر رسولو دولتي آژانس سینهوا نن وویل، کب نیونکي چین ته پر لار دي. د بیړیو خاوندانو هم د دې کسانو خوشې کېدل تایید کړي او وایي چې، د کب نیونکو د خوشې کېدو په بدل کې یې پیسې نه دي ورکړي. د یوې کښتۍ خاوند د چین له تلویزیون سره په خبرو کې وویل:

"د دې کسانو د خوشې کېدو لپاره کوم شرایط نه وو ایښودل شوي او پیسې هم نه دي اخیستل شوي. دوی ټول خوشې شول. ماته نن په سیمه یيز وخت د سهار په درې بجو او پنځوس دقیقو د کښتۍ کپټان ټيلفون وکړ او راته یې وویل چې، دوی خوشې شوي دي. کښتۍ هم خوشې شوې ده.

زه خوښ یم او دا کار زما له توقع څخه پورته دی. کښتۍ خوشې شوې او کب نیونکي کولای شي په امن ډول وطن ته ستانه شي. دا ډېره ښه خبر ده."

د دغې مسالې پر سر د شمالي کوریا او د دې هېواد د ستر متحد او ملاتړې چین ترمنځ اړیکې چې د پیونګ یونګ د اټمي پروګرام په سر خړپړ شوي؛ نور هم خراب شوي وو.