ایران او ارجنټاین په بونس ایریس کې د ۱۹۹۴ کال د چاودنې د څېړلو په اړه تفاهم کړی

یو ایرانی ډیپلومات وایي، حکومت یې له ارجنټاین سره تفاهم ته رسیدلی چې؛ د دې هېواد په مرکز بونیس آریس کې د یهودیانو په یوه مرکز کې د ۱۹۹۴کال بمي چاودنې د تحقیقاتو لپاره د حقایقو میندلو یو کمیسیون جوړ کړي.

د هغه مهال حملې کې ۸۵ کسان وژل شوي وو.

د ارجنټاین څارنوالانو ویلي، د ایران د اوسنې دفاع وزیر احمد وحیدي په ګډون یو شمېر جګ پوړي پخواني او اوسني ایراني چارواکي په دې پیښه کې په لاس درلودلو مشکوک دي.

په بونیس آیرس کې د ایران د سفارت شارزدافر علي پاکدامن د دوشنبې په ورځ وویل، د تفاهم سند د یکشنبې په ورځ د ایران حکومت تصویب کړ.

دا سند د ایران پارلمان ته نه دی وړاندي شوی.