د پاکستان یوې محکمې د دې هېواد د پخواني پوځي واکمن پرویز مشرف له خوا د پخوانۍ صدراعظمې بې نظیر بوټو د وژنې په قضیه کې له نوموړې څخه نقدي ضمانت منلی دی.
د پرویز مشرف مدافع وکیل سلمان صفدر د دوشنبې په ورځ وویل؛ د روالپینډۍ په ښار کې د تروریزم ضد محکمې امر کړی دی؛ چې پرویز مشرف دې دوه نقدي ضمانتونه چې هر یو یې لس زره امریکايي ډالر کیږي؛ ورکړي. په عین حال کې د مشرف ویاند محمد امجد ویلي دي چې؛ پخوانی ولسمشر پرویز مشرف بې ګنا دی.
"په دې قضیه کې زموږ دریځ له پیله څرګند و، پرویز مشرف بې ګنا دی. نوموړی مجرم نه دی او د بې نظیر بوټو د وژنې په قضیه کې یې لاس نه درلود."
د نقدي ضمانتونو د ورکولو سره، تمه کیږي چې، پرویز مشرف به د دوو نورو قضیو له امله چې په کې د قاضیانو له کاره لرې کول او د واک پرمهال د بلوچ ملتپال مشر نواب اکبر بګټي وژل شامل دي؛ لا هم په خپل کور کې نظر بند وي.