په عراق کې د خراب امنیتي وضیعت او بمي بریدونو وروسته د دې هیواد صدراعظم نوري المالیکي ویلي دي؛ چې په امنیتي ستراتیژۍ کې بدلون راولي.
المالیکي د دوشنبې په ورځ چې په عراق کې یوه له خونړیو ورځو څخه وه؛ وویل، حکومت په هغو لوړ پوړو او د منځنۍ سطحې په پوسټونو کې بدلون ته نژدي شوی دی چې؛ د امنیتي چارو او امنیتي ستراتیژۍ په برخه کې مسوولیت لري.
نوموړی ژمنه وکړه چې، سخت دریځې وسله وال به ونه شي کولی چې عراق بېرته د فرقه يي شخړو خواته بوځي.
د عراق صدراعظم نوري المالیکي پرون دا څرګندونې وروسته له هغې وکړي؛ چې په همدې ورځ په بغداد او یو شمېر نورو ښارونو کې بریدونو او چاودنو تر اویاوو زیات کسان ووژل.
په دې بریدونو کې تر ډیره د عراق شیعه میشتې سیمې په نښه شوې وې او په وژل شویو کسانو کې اته تنه ایراني زیارت کونکي هم شامل دي.