افغان حکومت د څارنوالانو او قاضیانو لپاره د کار ډاډمنه فضا برابروي

افغان حکومت غواړي چې د هېواد په ناامنه سیمو کې د څارنوالانو او قاضیانو لپاره د کار ډاډمنه فضا برابره کړي.

د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې د کورنیو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د ښې حکومتدارۍ په مقصد د هېواد په ولایاتو او ولسوالیو کې امنیت ټینګ کړي څو قاضیان او څارنوالان وکولای شي چې د کار په ډاډمنه فضا کې کار وکړي.

افغان حکومت وايي چې په ناامنه ولایاتو او ولسوالیو کې د قاضیانو او څارنوالانو د امنیت ټینګولو د پرېکړې هدف د ښې حکومتدارۍ پیاوړي کول دي.

د امنیت شورا په غونډه کې د افغان ځواکونو په لیکو کې د امریکا د پوځ له خوا د جوړو شویو وسله والو ملېشه ډلو د ادغام په اړه هم خبرې وشوې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې دوه سوه نوي تنه وسله وال ملېشه د ملي امنیت د عمومي ریاست په تشکیل کې شامل شوي او پرېکړه وشوه چې د دا بهیر په کندهار، کابل، ننګرها، کونړ او خوست ولایتونو کې هم پیل شي.