د پاکستان په کراچي ښار کې بیاځلي رایه اچونه پیل شوه

د پاکستان په کراچي ښارکې نن له مخکنۍ پرېکړې سره سم په هغو انتخاباتي مرکزونو کې چې د درغلیو رپوټونه ورکړل شوي وو؛ د راییو ورکولو پروسه له سره پيل شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې وسله والو کسانو پرون په کراچي کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مرستیاله او سیاسي فعاله زهره شاهد حسین ووژله.

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د (NA 250 ) په نوم انتخاباتي حوزه کې د متحده قومي غورځنګ له خوا د درغلیو په خاطر د بیا ټاکنو غوښتنه کړې وه. متحده قومي غورځنګ (MQM) د روانې میاشتې په یولسمه په ګراچي ښار کې تر ټولو زیاتې رایې ګټلې دي.