ولسمشر کرزی: ولسي جرکه دې د انتخاباتو قانون ژرترژره تصویب کړي

جمهور رییس حامد کرزي له ولسي جرګې غوښتي چې؛ د انتخاباتو قانون او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د تشکیل او صلاحیتونو قانون ژر تر ژره تصویب کړي.

د جمهوري ریاست د ویاند دفتر وایي چې؛ جمهور رییس کرزي پرون د ولسي جرګې د بیلابیلو کمیسیونونو له رییسانو سره د لیدو پر مهال په دې اړه خبرې وکړې.

د ویاند دفتر زیاتوي چې ښاغلي کرزي د دې لیدنې پر مهال په خپل وخت د جمهوري ریاست د انتخاباتو په تر سره کیدو ټینګار وکړ او د نظام او اساسي قانون تداوم یې د افغانستان په خیر و باله.

ټاکل شوې د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخاباتو د ۱۹۹۳ کال د حمل په شپاړسمه وشي؛ خو تراوسه پورې د دې انتخاباتو قانون او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د شکایتونو او صلاحیتونو قانون نه دی تصویب شوی.