په پروان ولایت کې د سړي تښتوونکو د یوې ډلې مشر نیول شوی دی

د پروان چارواکي وایي، په پوځي عملیاتو کې یې په دې ولایت کې د یوه اختطاف چي بانډ مشر نیولی او تښتول شوی کس یې هم د دوی له منګولو ژغورلی.

د پروان د ولایتي شورا معاون عبدالظاهر سالنګي آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې دغه کس پرون نیول شوی.

د نوموړي په وینا، اختطاف کوونکو د دې پنځه ویشت کلن ځوان په بدل کې د هغه له کورنۍ نه د شلو زور ډالرو غوښتنه کړې وه.