د پکتيا ولايت په ډنډې پټان ولسوالۍ کې د سړک د غاړې بمي چاودنې کې سرحدي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پکتيا د والي وياند روح الله سمون وايي، ددي ولايت د ډنډې پټان ولسوالۍ په شپولې سيمه کې د سرحدي پوليسو په یوه رينجر موټر د سړک د غاړې بمي چاودنه شوې چې له امله یي دري پولیس وژل شوي او دوه نور یي ټپیان دي.
سمون وایي، د ټپیانو وضعه ښه ده او د درملنې لپاره د څمکنيو روغتون ته انتقال شویدي.
د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د چاودنې مسوليت منلی دی.