یو امریکايي سرتیري د ۲۰۰۹ م کال د می په میاشت کې په عراق د خپلو پنځو ملګرو د وژنې په جرم په ابدي حبس محکوم شو.
پر جان رسل دا حکم پرون د واشینګټن په جنوب لویدیځ کې یوې پوځې محکمې صادر کړ .
جان رسل د لیبرټي په نوم د کمپ په هغه کلینیک کې چې د جګړې له امله د اغیزمنو شویو کسانو د درملنې لپاره جوړ شوی و د درې سرتیرو او دوه روغتیايي کارکونکیو په وژنه مجرم پیژندل شوی دی .
د لیبرټي په نوم دا کمپ په عراق کې د امریکايي پوځیانو تر ټولو لوی کمپ و.
جان رسل دا وژنې عراق ته د خپل درییم ماموریت په ترڅ کې کړي دي .
دا د امریکا په پوځ کې د سرتیرو ترمنځ پر یو بل د بریدونو په ترڅ کې تر ټولو خونړۍ پېښه ګڼل شوې ده او د سرتیرو د روانۍ روغتیا په اړه یې پوښتنې راپورته کړي دي .