د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د باسټن ښار په بمي چاودنو مشکوک تورن جوهرڅارنایف په هغه لیک کې چې په قلم یې لیکلی خپل برید په اسلامي هېوادونو کې د امریکا د جګړې غچ بللی.
د امریکا CBS نیوز شبکې پرون د ناڅرګندو سرچینو له قوله خبر ورکړ چې څارنایف دا متن د هغې کشتۍ پر دېوال لیکلی و، چې دی د اپرېل د پنځلسمې له حملې څو ورځې وروسته پکې وموندل شو.
د CBS خبریال جان مېلر وايي، اصلي متن داسې دی چې دا حمله د افغانستان او عراق په څېر هېوادونو کې د مسلمانانو پرضد د امریکا د جنایاتو غچ دی او دا چې د باسټن په حمله کې د خلکو قرباني کېدل د هغو بېګناه قربانیانو له زیانمنېدو سره انډول دي چې په ټوله نړۍ کې د امریکا په جګړو کې وژل کېږي.
۱۹ کلن جوهر خپل مشر ورور ۲۶ کلن تامیرلان څارنایف چې د ده په څېر د باسټن په برید تورن دی او له پولیسو سره په وسله واله نښته کې ووژل شو، شهید بللی.