د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي په کابل ښار کې نننۍ ځانوژونکې حمله په کلکه غندلې او هغه یې د افغانستان د دښمنانو کار بللی.
د ارګ ماڼۍ په مطبوعاتي اعلامیه کې د ښاغلي کرزي په حواله راغلي چې دا حمله د سولې او ثبات د دښمنانو له خوا شوې او په نتیجه کې یې په یوه هستوګنه سیمه کې بیګناه خلک او ماشومان وژل شوي او ټپيان دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي چې د کابل په نننۍ انتحاري حمله کې شپږ تنه وژل شوي او شاوخوا دېرش کسان ټپیان دي:
( زمونږ شپږتنه ملکیان دلته شهیدان شول او شاوخوا دېرش تنه نور عام خلک هم ټپیان شول چې د پیښې ډیر ټپیان وړوکي او بیګناه ماشومان دي مونږ دا پیښه په کلکه غندو.)
په افغانستان کې میشتو ناټو ځواکونو تایید کړې چې د حملې هدف په سیمه کې د دوی د موټرو یو کاروان و چې پکې د دوي دوه تنه سرتیري او څلور قراردادیان وژل شوي دي.
دا انتحاري حمله نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل د شاه شهید د دویم سړک په سیمه کې چې ډېر هستوګن کورونه پکې دي وشوه.
د سیمې اوسیدونکي وايي چې په یاده ځانوژونکې حمله کې شخصي موټرو او هستوګن کورونو ته هم زیان اوښتی دی.
ددې حملې مسوولیت د حزب اسلامي مخالفې ډلې پرغاړه اخیستی دی.