حامد کرزي په قصبه کې د ۱۱۱ هستوګن بلاکونو د بنسټ ډبره کیښوده

د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي نن د کابل په قصبې سیمه کې د 179 میلیونه ډالرو په ارزښت د 111 هستوګن بلاکونو د بنسټ ډبره کیښوده.

ښاغلي کرزي نن ددې بنسټ ډبرې د ایښودلو په مهال وویل د هستوګنې دا بلاکونه به چې د عربي متحده اماراتو د بلاعوضه مرستو څخه د ابوظبي د پراختیايي صندوق او ښارجوړولو وزارت له خوا جوړیږي په بیوزلو کسانو باندې وویشل شي.

ددې بلاکونو د جوړیدو کار به په دریو کلونو کې بشپړ شي او د 3000 کسانو لپاره به د کار زمینې هم پکې برابرې شي.