"ولسمشر دې د مالیې وزیر له خوا پر وکیلانو د لګیدلو تورونو په اړه څیړنه وکړي"

د افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې ادارې مشر له ولسمشر نه غواړي، چې د مالیې وزیر له خوا پر یو شمېر وکیلانو د لګیدلو تورونو په اړه څیړنه وشي.

عزیزالله لودین ازادي راډیو ته وویل چې دغه مسله باید د قضاييه او مقننه قوو او د یو شمیرو نورو ادارو د یوه ګډ پلاوي له خوا وڅیړل شي تر څو یې سپیناوی وشي.

عزیز الله لودین دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د مالیې وزیر د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې په استیضاحیه غونډه کې په شپږو وکیلانو بیلابیل تورنه ولګول.

په دې تورونو کې د قاچاق، غیرقانوني غوښتنو، د کسانو په ګمارلو کې پر چارواکو د فشار راوړلو تورونه شامل و.

په دې اړه زموږ همکارې جمیلې ظریف له ښاغلي لودین سره مرکه کړې، نوموړی د دې مسلې په اړه وايي:

Your browser doesn’t support HTML5

له عزیزالله لودین سره مرکه